د پوهنتون اړوند د یو باب کانتین په کرايه ورکولو خبرتيا!

Abdullah Saeed
SJAU

Publish Date

Closing Date

د سید جمال الدین افغان پوهنتون ټولو هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي د خپل اړوند یو باب کانتین، چې د یارگل‌بېلې په ساحه کې په(45) متره مربع ساحه کې په عصري بڼه په دوه خونو کې جوړ شوی دی، د درېیو کلونو کرایه ورکولو قرارداد  په داوطلبۍ کې گډون وکړي،د ادارې اړوند شرطپاڼه دې د(1000) افغانیو په مقابل کې په چاپ بڼه تر لاسه کړي، داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼه د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول د اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر 19/9/1404 نېټې د(چهار شنبې) په ورځ  سهار (11:00 AM) بجو پورې د سید جمال الدین افغان پوهنتون اړوند د تهیې، تدارکاتو او خدماتو چارو آمریت ته چې د کونړ جلال اباد لویې لارې تر څنگ سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د قراداد داوطلبي د کونړ ولايت مستوفیت کې په 1404/9/19 نېټه چې د چهارشنبې ورځ سره سمون لري په پوره(11:00 AM) تر سره کېږي، همدارنگه د درې میاشتو کرایه د آفر تضمین په توگه له مخکې څخه اخېستل کیږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۰
Background image

د یو باب کانتین په کرایه ورکولو خبرتيا!

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو  هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي د خپل اړوند یو باب کانتین، چې د کونړ – جلال اباد لویې لارې تر څنګ د سالارباغ په ساحه کې په(45) متره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنتون د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 006/1405/SJAU/ KUNAR)

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو پر شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي،چې د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۴:۰
Background image

قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

سید جمال الدین افغاني پوهنتون په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال اړوند په مختلفو برخو کې د ساختماني ترميماتو قرارداد مبلغ(9940540) نهه ميليونه نهه سوه څلوېښت زره پنځه سوه څلوېښت افغانيو . . .

Back to tenders