د پوهنتون او کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۲۳
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست استاد صلاح الدين ايوبي له لوري لاسليک شول.

دغو تفاهم‌ليکونو پر اساس به اړوندې ادارې د یو بل له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې فرصت پیدا کړي او د پوهنتون محصلینو ته به د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو زمينه برابره شي.

د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون نن ورځ د کونړ ولايت  د کرنې، اوبو لگونې او مالدراۍ او د کليو د بيا رغونې او پراختیا رياستونو سره د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS