د مالي او اداري چارو مرستيال د معاونيت له اړوندو اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د معاونيت له اړوندو اداري او خدماتي کارکوونکو سره په چارو کې د لا ښې همغږۍ او پياوړې همکارۍ په رامنځ ته کولو ټينگار وکړ. ياده ناسته چې په مالي او اداري چارو معاونيت کې ترسره شوه، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په کې اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته د وظيفوي مسؤليت د لا ښه ترسراوي په تړاو لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. نوموړي په تېر کال کې د ترسره شويو فعاليتونو له امله د کارکوونکو ستاينه وکړه او په راتلونکي کال کې يې د پلان شويو اجراآتو د لا ښه ترسراوي هيله وښوده. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS