د پوهنتون محصلينو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري اصلاحي سېمينار وړاندې شو
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د خپلو ديني او اصلاحي پروگرامونو پر دوام تېره ورځ د ليليې په مسجد کې سلگونو محصلينو ته د اتباع الرسول ﷺ پر موضوع ديني او اصلاحي سېمينار داير شو. دغه سېمينار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم له لوري وړاندې شو، د سېمينار برخهوالو ته يې د نبي ﷺ د تابعدارۍ پر فوايدو تفصيلي خبرې وکړې او د نبوي احاديثو په رڼا کې یې هغه لارې چارې بيان کړې، چې پر عملي کېدو يې د رسول ﷺ پوره تابعداري حاصلېدای شي. نوموړي همداراز محصلينو ته لارښوونه وکړه چې په پوره معنی د حضرت محمد ﷺ په صورت او سیرت ځانونه برابر کړي. ياد سېمينار چې د قرانکريم د څو مبارکو په تلاوت سره پیل شوی ؤ د خیر په دُعاء پای ته ورسېد.
