پوهنتون کې د کونړ ولايت پوهنې سکتور د همغږۍ ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Nov 11 2025 8:41 AM
SJAU

ياده غونډه چې معمولاً د پوهنې رياست په کوربه‌توب کېږي، دا ځل په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پوهنتون شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنې رياست او د معارف سکتور اړوندو ولايتي ادارو او همکارو مؤسسو د استازيو په گډون تر سره شوه.

په پيل کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې برخه‌والو ته ښه راغلاست ووايه او پوهنتون کې يې په ترسره شويو پرمختگونو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې. نوموړي له همکارو مؤسسو وغوښتل چې په خپلو فعاليتونو کې د پوهنتون انکشاف ته هم ځای ورکړي. ورپسې د غونډې نورو گډونوالو هم د خپلو کړنو او پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS