د اقتصاد پوهنځي استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې شوې

Abdullah Saeed
Wed, Oct 29 2025 10:25 AM
SJAU

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې په ترسره شويو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې څېړنه د هېواد پرمختگ ته زمينه برابروي او د پياوړي اقتصادي لپاره لارې چارې وړانديزوي. نوموړي همداراز د پروگرام له تنظيموونکو مننه وکړه چې د تضمين کيفيت د معيارونو په رڼا کې د خپلو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره شريکوي.

غونډې ته د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد د پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خبرې وکړې او ورپسې د ياد پوهنځي استادانو په خپل وار د تر سره کړو څېړنو پایلې د پرېزېنټېشن په بڼه له گډونوالو سره شريکې کړې او د هغوی پوښتنې يې هم ځواب کړې. ياده غونډه د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS