د ښوونې او روزنې پوهنځي څلورمو ټولگيو محصلينو ته(په ټولنيزو علومو کې د څېړنې او مونوگراف ليکنې لارې چارې) تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
Wed, Oct 22 2025 9:53 AM
SJAU

دغه روزنیز سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنو کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري په کې د مونوگراف لیکنې د نوي لارښود په رڼا کې د پرېزېنټېشن په بڼه د مونوگراف پېژندنې، ډولونو، ځانگړنو، شکلي جوړښت، ماخذ ښودنې لارو چارو او نورو څېړنيزو خواوو په تړاو محصلانو ته هر اړخيز معلومات وړاندې شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې وړ ده چې په دغه روزنیز سېمینار کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د شپږو ديپارتمنتونو(پښتو، عربي، انگليسي، ارواپوهنې، تاريخ او جغرافيه) د څلورمو ټولگيو لسگونو محصلينو برخه اخيستې وه.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS