د کونړ مرستيال والي او علماوو شورا د رييس په گډون د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا فوق العاده ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Oct 21 2025 3:24 PM
SJAU

ياده فوق العاده ناسته چې پوهنتون د مسلکي پراختيا آمريت اړوند د غونډو په تالار کې وشوه، د کونړ مرستيال والي الحاج مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال په اسلامي شريعت کې د شورا پر مقام، ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او د پروان پوهنتون په ملي کنفرانس کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د لومړي مقام خپلولو له کبله ټولو منصوبينو ته مبارکي وويله او دا وياړ يې د هغوی د زيار پايله وبلله. ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي له لوري د پوهنتون وروستيو لاسته راوړنو په تړاو چمتو شوی معلوماتي پرېزېنټېشن وړاندې شو او له راغلو مشرانو سره يې د پوهنتون غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

ناستې ته د کونړ مرستيال والي په خپلو خبرو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په وروستيو لاسته راوړنو خوښي وښوده او په دې برخه کې يې د پوهنتون د مشرتابه هلې ځلې وستايلې. نوموړي ټولو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د خدمت په برخه کې د الله ﷻ رضاء، د نظام پياوړتيا او اخلاص له پامه ونه غورځوي او محصلين بايد د اسلامي لارښوونو په رڼا کې په اخلاقي او علمي بڼه سمبال وروزي او د هغوی سالمې فکري او علمي روزنې ته پوره متوجه شي. همداراز مرستيال والي صیب د پوهنتون وړانديزونو، غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

په دغه کاري ناسته کې پر يو شمېر علمي او څېړنيزو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې او همداراز د يادې ناستې په لړ کې د پوهنتون رياست مقام له لوري د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلې مرستيالان، د پوهنځيو رييسان، د پوهنتون ځينې آمرين او استادان د ښو خدمتونو له کبله وستايل شول. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS