د لوړو زده کړو وزارت د روان کال دويمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشريح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
Sun, Sep 28 2025 2:44 PM
SJAU

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو، کادري او اداري آمرينو او د پوهنتون عمومي کمېټو مسؤلينو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وينا کې د ښه راغلاست ترڅنگ د نظام په هره اداره کې د مشرانو د تصاميمو او پرېکړو تطبيق او پلي کېدل مهم وبلل او د ياد سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. نوموړي د يادې شورا پرېکړې اجماعي تصامیم ياد کړل او اړوند مسؤلين يې مخاطب کړل چې په خپلو برخو کې يې په جدي ډول تطبيق کړي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د موضوع په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او ټولې پرېکړې يې وار په وار تشريح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. ياد سېمينار چې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو پر تلاوت پيل شوی ؤ د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس مولوي خانزاده حنيفي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS