د اقتصاد پوهنځي له لوري د ممتازو محصلینو د ستاينې ترڅنگ؛ جديدالشمول محصلانو ته ښه راغلاست وويل شو

Abdullah Saeed
Wed, Aug 27 2025 3:18 PM
SJAU

پیل کې د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي له استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه او د پوهنځي په پرمختگ کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. نوموړي نويو شامل شويو محصلينو ته د پوهنتوني چاپېریال او د محصل مسؤلیتونو په تړاو خبرې وکړې او ممتاز محصلين يې وهڅول چې په راتلونکي کې تر دې ډېرې لاسته راوړنې او نوښتونه ولري. غونډې ته د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور ذبيح الله کوټوال، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو: مولوي اعجازالحق زلِف او مولوي عبيدالله نعماني په خپلو ويناوو کې جديدالشمول محصلينو ته د لازمو توصيو او لارښوونو سربېره ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله. ياده غونډه ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS