د زراعت پوهنځي استادان چې د دوکتورا او ماسترۍ زده‌کړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي وو، د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Mon, Aug 25 2025 11:56 AM
SJAU

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي په خپلو خبرو کې د يادو استادانو راتگ د هېواد پرمختگ او تحصيلي سېستم د پياوړتيا لپاره مهم ياد کړل او هغوی ته يې د علمي څېړنو او تجربو په تطبيق کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي ياد استادان مخاطب کړل چې له زده علومو او تجروبو څخه د نوي نسل د روزنې په برخه کې کار واخلي او هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.  ورپسې د يادو استادانو په استازۍ پوهنمل دوکتور امين الله نورزي وويل: وياړ لري چې د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې خپله دنده مخته وړي او همداراز يې د ياد وزارت او پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه چې د تحصيل زمينه یې ورته برابره کړې وه. نوموړي ژمنه وکړه چې خپل زده‌کړي مهارتونه او تجربې به د هېواد ځان‌بساينې او ځوان نسل د روزنې لپاره وکاروي. د يادونې ده چې پوهندوی دوکتور عزيزالله خليلي او پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د دوکتورا تحصيلي درجې او پوهنيار جمال الله پيوستون د ماسترۍ په کچه د خپلې تحصيلي دورې له بشپړولو وروسته بيا ځل د پوهنتون تدريسي او علمي چاپېريال ته راستانه شول. د ناستې په پای کې ياد استادان د پوهنځي مشرتابه له لوري د ډاليو په ورکړې سره وستايل شول.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS