پوهنتون کې جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست غونډو لړۍ پيل شوه

Abdullah Saeed
Sun, Aug 24 2025 1:43 PM
SJAU

د يادې لړۍ په پيل کې نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه کړه، چې په کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د شرعياتو پوهنځي رييس، د دعوت او ارشاد آمر، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د ويناوو په لړ کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور او د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف؛ جديدالشمول محصلينو ته د لازمو توصيو او لارښوونو سربېره د علم پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې. ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل سيدرضاءالله جلالي د پوهنتوني چاپېریال، د پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه چمتو کړي معلومات وړاندې کړل.

د يادونې ده چې د دې پوهنتون اړوند نور پوهنځي به هم له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتوني چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډې دايرې کړي. هېره دې نه وي چې په سږ کال کانکور ازموينه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند پنځهگونو پوهنځيو ته نږدې(۱۰۷۰) تنه محصلين بريالي شوي دي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS