د يوې غونډې په ترڅ کې د ترسره شویو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې کړې

Abdullah Saeed
Tue, Jul 01 2025 3:26 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره شريکې  شوې، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د پوهنځيو رييسانو، کونړ ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست او د ملي راډيو تلوېزيون آمريت استازيو، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې په ترسره شويو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې افغانان ډېر پياوړي استعدادونه لري نو له دغو استعدادونو څخه بايد د هېواد ترقۍ او ابادۍ لپاره گټه واخيستل شي. نوموړي همداراز د پروگرام له تنظيموونکو مننه وکړه چې د تضمين کيفيت د معيارونو په رڼا کې د خپلو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره شريکوي.

پوهنتون د علمي چارو مرستيال غونډې ته د وينا پر مهال نورو ديپارتمنتونو ته سپارښتنه وکړه چې د پښتو ژبې او ادب ديپارتمنت په څېر دې د خپلو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره د تضمين کيفيت له معيارونو سره سمې شريکې کړي.

غونډې ته د پښتو ژبې او ادب ديپارتمنت آمر پوهنيار محمد داؤد مبارز او کونړ ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست استازي جنت گل فدا تر خبرو وروسته د علمي څېړنو او مجلې مرستيال او د پښتو ژبې او ادب ديپارتمنت استاد پوهندوی دوکتور سيداصغر هاشمي د تر سره شويو څېړنو پایلې د پرېزېنټېشن په بڼه له گډونوالو سره شريکې کړې او د هغوی پوښتنې يې هم ځواب کړې. غونډه د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي له لوري په دعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS