پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Mon, Jun 30 2025 1:46 PM
SJAU

ياده کاري ناسته، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ چې د وترنرۍ علومو پوهنځي ايجاد، د علمي چارو معاونيت د ۱۴۰۴ کال لومړۍ ربعې راپور او د نظارت فورمونو، د ۱۴۰۴ کال پسرلني سمستر ازموينو او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پرانیستې وینا پر مهال د پوهنتون علمي شورا پر ارزښت او د عدالت د تامين پر اهميت تفصيلي خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ياده کاري ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS