پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sun, Jun 15 2025 1:28 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې په کونړ ولايت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينې لپاره د چمتووالي او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث او لازمې پرېکړې پرې وشوې.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ د يادو  موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د يادونې ده چې د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د کونړ ولایت د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه به راتلونکې دوشنبه او سه‌شنبه د غبرگولي/جوزا پر(۲۶- ۲۷مه) نېټه او د کانکور ازموینه به د چهارشنبې، پنج‌شنبې او جمعې په ورځو د غبرگولي/جوزا پر(۲۸ – ۲۹ – ۳۰مه) نېټه په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې واخیستل شي.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS