د اداري او خدماتي کارکوونکو د اجراآتو کلنۍ ارزونه وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Jun 04 2025 12:48 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت، د کونړ ولایت مقام او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت مسؤلینو د یو گډ پلاوي له لوري د دې پوهنتون له ۳ څخه تر ۸ رتبې بست پورې د نږدې ۶۰ تنو اداري او خدماتي کارمندانو کړنې وارزول شوې.

له يادې پروسې څخه د څارنې ترڅ کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د کارکوونکو د اجراآتو کلنۍ ارزونه اړینه وبلله او زياته يې کړه چې په دې سره په چارو کې خوځښت او نوښت رامنځته کېږي او کارکوونکي خپلو راتلونکو دندو ته متوجه کېږي.

د يادونې ده چې ټاکل شوي پلاوي د يادو کارکوونکو کلنۍ کړنې او راپورونه غوره وبلل او د کارونو د لا ښه‌والي په پار يې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS