پوهنتون د علمي چارو مرستيال د پوهنځيو رييسانو او د ديپارتمنتونو له آمرينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Sun, May 18 2025 2:27 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د پوهنځيو رييسانو او د ديپارتمنتونو له آمرينو سره د راتلونکي کانکور ازموينې لپاره د ښوونځيو زدهکوونکو ته د عامه پوهاوي پروگرام په تړاو د چمتووالي په پار مشورتي ناسته وکړه.

يادې ناستې ته د علمي چارو مرستيال په چارو کې د اطاعت او اخلاص پر ارزښت خبرې وکړې او گډونوالو ته يې لارښوونه وکړه چې د محصلينو په سالمې روزنې سره د ټولنې په فکري او اصلاحي برخه کې ورسپارل شوی مسؤليت سرته ورسوي. نوموړي کانکور ازموينه پوهنتونونو ته د ورتگ يوازېنۍ لار ياده کړه او په تړاو يې د ښوونځيو د زدهکوونکو پوهاوی اړين وباله. د ناستې په ترڅ کې د گډونوالو له لوري د(پوهنځيو په انتخاب کې د محصلينو پر وړاندې ستونزې) موضوع په اړه بحث وشو او د ياد پروگرام لپاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

کانکور ازموینه چې په هېواد کې له ۱۳۳۹ هـ.ش کال را په دې خوا هر کال پوهنتونونو ته د وړ ځوانانو د ورپېژندنې په موخه اخيستل کېږي، سږ کال به د ټاکل شوي ظرفیت له مخې(۳۰۰۰) تنه په ماسترۍ،(۷۶۴۰۰) تنه په لېسانس او شاوخوا(۳۳۵۵۰) تنه په نیمه لوړو زدهکړو بنسټونو کې جذب شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS