پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Mar 12 2025 3:30 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په ملتيا د يادې څارنې په ترڅ کې پوهنتون د غونډو تالار د بيارغونې چارې له نږدې وليدې او د قراردادي شرکت مسؤلينو ته يې د باکيفيته موادو کارونې او له ټاکل شويو معيارونو سره سم د کار کولو لارښوونه وکړه. په ورته وخت کې د مالي او اداري چارو مرستيال له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي له حاضرۍ څخه کنټرول او څارنه هم وشوه چې د څارنې پر مهال د ياد پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي ځينې ستونزې له مالي او اداري چارو مرستيال سره شريکې کړې چې د هغه له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS