د پوهنتون استادانو ته د څېړنې په برخه کې پر دوه بېلابېلو موضوعاتو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
Wed, Jan 15 2025 3:31 PM
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي زده‌کړو په پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، د دې پوهنتون گڼو استادانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او زياته يې وکړه چې د ټولنې شته ستونزو ته د حل لارو وړانديزول او د معياري څېړنو ترسره کول، هغه وخت شوني وي چې څېړونکی د څېړنې له اصولو او معيارونو سره پوره اشنا وي.

ورپسې د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد مرکز له فعاليتونو او لاسته راوړنو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې تر دې وروسته به استادانو، مامورينو او محصلينو ته هم د ظرفيت لوړونې په موخه نورې د اړتيا وړ روزنيزې برنامې دايرې کړي.

په دې ورکشاپ کې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمدحسن محمدي له لوري(په څېړنه کې د نمونه اخېستنې ډولونه، تخنيکونه او لارې چارې) او د علمي څېړنو آمر پوهندوی محمد رحيم خاکسار له خوا(په څېړنه کې د ستونزې پېژندنې او د حل لارو وړانديزولو ارزښت) تر سرليکونو لاندې موضوعات وړاندې شول چې په پای کې د گډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS