پوهنتون د کيفيت لوړاوي عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Jan 14 2025 7:56 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کيفيت لوړاوي عمومي کمېټې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه، چې په کې د کيفيت لوړاوي آمر پوهنيار انتظار صديقي او د دې کمېټې غړو برخه لرله.

په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستيال د کمېټې مسؤلينو ته د کيفيت د لوړاوي په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه يې واورېدل.

د کيفيت لوړاوي په دې کاري ناسته کې د پوهنتون پر لرليد او رسالت، د پوهنتون اړوند واحدونو په عملياتي پلانونو، پوهنتون عمومي کمېټو د غړو د ټاکنې پر څرنگوالي او دندو لايحو او همداراز پر نورو بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې، چې وروسته ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Apr 16 2026 11:34 AM
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سره د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

دغه هوکړه‌ليک د متقابلو علمي همکاريو د لا پراختيا او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې د دواړو پوهنتونونو د علمي چارو مرستيالانو له لوري لاسليک شو،. . .

Wed, Apr 15 2026 2:53 PM
Background image

د ځنگلونو ارزښت، ساتنې، ورپېښو گواښونو او د حل لارو چارو تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې په نوښت جوړه شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او محصلانو په کې برخه لرله. په پيل کې د زراعت. . .

Wed, Apr 15 2026 11:20 AM
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS