پوهنتون مشرتابه پلاوي د کمپيوټرساينس پوهنځي له تدريسي او اداري چارو ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Dec 03 2024 5:17 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام د کمپيوټرساينس پوهنځي تدريسي او اداري چارې وارزولې.

پيل کې د ياد پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د کمپيوټرساينس پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او نوې ټکنالوژي يې د هېواد ځانبسياينې لپاره مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د دې پوهنځي د استادانو هلې ځلې وستايلې.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي استادان مخاطب کړل چې په خپلو څېړنو کې د ټولنې غوښتنې په پام ونيسي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې راکمې شي.

پوهنتون مشرتابه پلاوي د خپلې ليدنې پرمهال د نوموړي پوهنځي له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او ستونزو د حل ډاډ يې وکړ.

Latest news

Sat, Jul 05 2025 3:49 PM
Background image

پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د پوهنتون سالارباغ په ساحه کې د مسجد په جوړولو، د انټرنېټ کارونې نوي لارښود. . .

Sat, Jul 05 2025 10:17 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

نن ورځ چې د روان١۴٠۴ هـ . ش کال د چنگاښ مياشتې له ١۴ مې سره برابره ده په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به څه باندې. . .

Thu, Jul 03 2025 11:06 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي پېنځه تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور. . .

BACK TO NEWS