پوهنتون کې چاپېريال د پاکۍ اشر ترسره شو

Abdullah Saeed
Tue, Oct 29 2024 4:31 PM
SJAU

د پاکۍ دغه اشر چې نن ورځ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې  ترسره شو، د پوهنتون مشرتابه سر بېره په کې اداري او خدماتي کارکوونکو او لسگونو محصلينو برخه اخيستې وه.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې پاکوالی د هر مسلمان اسلامي او ايماني دنده وبلله او محصلينو ته يې سپارښتنه وکړه دغې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

ياده دې وي چې د چاپېريال د پاکۍ دغه عمومي اشر د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري پلان شوی ؤ چې هره مياشت به په ياد پوهنتون کې ترسره کېږي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS