کونړ والي په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د الحق المبين کتاب د سیالۍ په نتايجو کې گډون وکړ

Abdullah Saeed
Sun, Oct 27 2024 7:09 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د الحق المبين کتاب د اخيستل شوې ازموينې ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول، چې په مراسمو کې يې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه گډون او وينا وکړه او همداراز يې محصلينو ته نغدي جوايز هم ورکړل.

په همدې موخه جوړه شوې ستاينغونډه کې د کونړ والي سربېره د کونړ ولايت جـهادي مدرسې مشر، د علماوو شورا رييس، د پوهنتون مشرتابه، د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او سلگونو محصلينو برخه لرله.

ياده سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د پوهنتون نشراتو او فرهنگي چارو کمېټې په همکارۍ جوړه شوې وه، چې د پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځیو نږدې(۵۰۰) تنو محصلینو په کې برخه اخيستې وه.

قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د سيالۍ له تنظيموونکو يې مننه وکړه، هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به د محصلينو د فکري روزنې په موخه دېته ورته نورې سيالۍ هم برابرې کړي. د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې محصلين مخاطب کړل چې د فتنو په دور کې بايد د فکري جگړې اسبابو ته ډېر متوجې شي.

د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د ديني علومو تر څنگ د عصري علومو زده‌کړې ته هم جدي اړتيا ده او اسلامي ټولنه بايد دواړه علوم زده‌کړي، مدرسې او پوهنتونونه يو شان علمي مرکزونه دي او د نظام مشرتابه لپاره د ارزښت څخه برخمن دي. د کونړ والي د پوهنتون استادان او محصلين مخاطب کړل چې په خپل درس او تدريس کې د الله رضاء هدف وگرځوي چې د دنيا او اخرت اجر حاصل کړي.

غونډې ته د کونړ ولايت جـهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث مولوي رحمت دين مدني وويل چې مسلمان بايد په هر وخت کې له افراط او تفريط څخه ځان وساتي. يادو مراسمو ته د کونړ ولایت علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي هم وينا وکړه او دا برنامه يې د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې لپاره گټور اقدام ياد کړ.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS