پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي چارو څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Oct 07 2024 1:28 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې پوهنځي د مسؤلينو، استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

د پوهنتون رييس استادانو ته د محصلينو سالمې فکري او اصلاحي روزنې او له کورس پاليسۍ سره سم د نصاب د تدريس په برخه کې او همداراز محصلينو ته د حاظرۍ پابندۍ، له وخت څخه د سالمې استفادې، د بیت المال ساتنې او سيرت او صورت د برابرولو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنفي د پوهنتون مشرتابه پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او هغوی ته يې د يادو لارښوونو او سپارښتنو د رعايت او پلي کولو ډاډ ورکړ.

ياد پلاوي د خپلې څارنې پر مهال د هغو استادانو هڅې هم وستايلې چې تدريسي چارې يې له ټولو اکاډميکو معيارونو سره سمې پر مخ وړې وې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS