د پوهنځيو رييسانو او ديپارتمنتونو آمرينو ته د پلان جوړونې په اړه يو ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
Mon, Sep 30 2024 11:09 AM
SJAU

دغه ورکشاپ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د دې پوهنتون د پوهنځيو رييسانو او ديپارتمنتونو آمرينو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن دا ډول روزنيز پروگرامونه گټور وبلل او د ياد مرکز له مسؤلينو يې د دې ورکشاپ دايرولو له امله مننه وکړه. نوموړي زياته کړه دا چې علمي بنسټونه ورځ تر بلې د پرمختگ په حال کې دي نو دا د مشرانو د پوره پاملرنې او د علمي کادرونو د دامدارو هڅو پايله ده.

د يادونې ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار ماليار صديقي له لوري پر مخ وړل کېدې.

Latest news

Thu, Jan 01 2026 2:19 PM
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

Thu, Jan 01 2026 1:38 PM
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

Sat, Dec 27 2025 11:46 AM
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS