پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې په اړه د پوهاوي يو ورځنی سېمینار دایر شو

Abdullah Saeed
Tue, Sep 17 2024 1:19 PM
SJAU

ياد يو ورځنی سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له لوري په مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، په کې د دې پوهنتون د اداري برخې آمرینو او عمومي مديرانو برخه لرله.

د سېمینار په پرانېسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د تضمین کیفیت پروسې د اهميت او ارزښت په اړه يې خبرې وکړې.

نوموړي همداراز د ورکشاپ له گډونوالو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

د يادونې ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنيار انتظار صديقي له لوري پر مخ وړل کېدې.

Latest news

Thu, Apr 16 2026 11:34 AM
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سره د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

دغه هوکړه‌ليک د متقابلو علمي همکاريو د لا پراختيا او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې د دواړو پوهنتونونو د علمي چارو مرستيالانو له لوري لاسليک شو،. . .

Wed, Apr 15 2026 2:53 PM
Background image

د ځنگلونو ارزښت، ساتنې، ورپېښو گواښونو او د حل لارو چارو تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې په نوښت جوړه شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او محصلانو په کې برخه لرله. په پيل کې د زراعت. . .

Wed, Apr 15 2026 11:20 AM
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS