پوهنتون استادانو ته د کمپیوټر زده‌کړې ښوونیز پروگرام پيل شو

Abdullah Saeed
Mon, Sep 02 2024 3:34 PM
SJAU

دغه زده‌کړه‌ییز پروگرام د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت د څلورو مياشتو پر دوام د دې پوهنتون استادانو ته د کمپیوټري پوهې د لا لوړونې په موخه پیل شو.

د دغه پروگرام په پرانيسته کې د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نوموړي آمريت له مسؤلينو مننه وکړه او یاده برنامه يې د نوي عصر مهمه غوښتنه او جدي اړتيا وبلله او له ټولو گډونوالو یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي گټه واخلي.

د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د ورکشاپ اهميت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ټولو گډونوالو یې وغوښتل چې له انساني يون سره بايد يوځای مزل وکړي او د وخت له شرايطو سره ځان برابر کړي.

د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل او د نوموړي مرکز له لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو يې يادونه وکړه.

ياده دې وي، چې د دې روزنيز پروگرام ښوونيزې چارې به د کمپيوټرساينس پوهنځي استاد پوهنيار خالد شينواري له لوري د اونۍ په دوه ورځو کې د څلورو مياشتو پر دوام پر مخ وړل کېږي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS