له کمپیوټرساينس پوهنځي فارغ ۶۱ مسلکي کادرونه د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
Tue, Aug 20 2024 3:08 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي زدهکړو وروسته(۶۱) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، په کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، کونړ ولايت د ځېنيو ادرو مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او د دوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د کمپیوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکي محصلين د دې جوگه وبلل، چې د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې به د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي، نوموړي همداراز د پوهنځي له پلانونو او لاسته راوړنو يادونه وکړه.

غوندې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او هغوی يې مخاطب کړل چې تاسو اوس د مسؤليتونو ډگر ته داخل شوئ نو هره شېبه؛ د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړئ.

ورپسې د کونړ ولایت علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي په خپلو خبرو کې وويل چې د کمال په درجه سمبال مسلکي کادرونو ته زموږ ټولنه اشد ضرورت لري نو ځانونه په پوره همت سره د کمال درجې ته ورسوئ.

غونډې ته د ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، کونړ کې د اترا ادارې ولايتي مسؤل انجېنير اعجازالحق يوسفزي، د فارغېدونکو محصلينو کورنيو په استازۍ مولوي محمد ابراهيم سجاد او د محصلينو په نماينده‌گۍ عبدالغفور عادل هم ويناوې وکړې.

پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS