د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د يارگل بېلې په کمپس کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس پيل شو

Abdullah Saeed
Thu, Aug 08 2024 8:39 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د خپلو ديني او اصلاحي درسونو پر دوام پوهنتون د يارگل بېلې په کمپس کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس پيل شو، چې تر دې وروسته به په رسمي ورځو کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم دوام ولري.

پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د ياد درس په پرانيسته کې د قرانکريم اعجاز، د وحې تعریف او اقسام، د قرانکريم نزول او د تلاوت اهميت او ادابو په هکله تفصيلي بيان وکړ او ياد کارکوونکي يې په درس کې فعال گډون ته راوبلل.

ياده دې وي چې د نوموړي آمريت د مبلغ او مؤذن مولوي عبيدالله نعماني له لوري د پوهنتون سالارباغ په کمپس کې هم اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس له ټاکل شوي مهالوېش سره سم دوام لري.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS