پوهنتون مشرتابه پلاوي د روان سمستر له پیل شويو ازموینو ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, Jul 27 2024 10:36 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق د پوهنځيو رييسانو او د امتحاناتو مرکزي کمېټې د غړو په ملتيا د بېلابېلو ليدنو په ترڅ کې د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د محصلانو چارو مرستيال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې دې د لوړو زده‌کړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافیت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.

همداراز د مالي او اداري چارو مرستيال د پوهنځيو د مسؤلینو او استادانو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

د یادونې ده چې د روان سمستر نهايي ازموینې د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام د لارښوونې او پوهنتون د رهبري شورا له پرېکړې سره سم نن د زمري(اسد) مياشتې پر ۶ مه نېټه پیل شوې او له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به دوام ولري.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS