د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Jan 02 2024 9:05 AM
SJAU

ياده کاري ناسته چې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په مشرۍ ترسره شوه په کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو رييسانو او د دې شورا نورو غړو برخه لرله، چې د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکدارۍ نوي ديپارتمنت ايجاد پروپوزل او د دې پوهنځي په اداره او تشبثاتو څانگه کې د شپې برنامې ايجاد، د قراردادي استادانو گمارنې، د برېښنايي زده کړو او د لوړو زده کړو مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) اړوند موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د پرانېستې وينا پر مهال د پوهنتون علمي او ادارې غړو له خدمتونو مننه او همداراز یې د چارو د لا ښه‌والي او چټکوالي سپارښتنه وکړه.

د يادې ناستې په ترڅ کې د پوهنتون علمي شورا غړو د نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او پرېکړې وکړې.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS