د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو زده‌کړه‌ييز مديريتي سېستم(HELMS) په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو

Abdullah Saeed
Sun, Dec 10 2023 2:24 PM
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون برېښنايي زده کړو مرکزي کمېټې، د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز او د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مديريت په همغږۍ د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی، چې په کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل، د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدير رفيع الله عابد او د دې پوهنتون استادانو برخه لرله.

د پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د ورکشاپ په پرانيسته کې د برېښنايي زده کړو  په برخه کې د پوهنتون له لاسته راوړنو د يادونې ترڅنگ؛ د ورکشاپ له برخه‌‌‌‌والو د فعال گډون غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ روزنيزې چارې به د پوهنتون برېښنايي زده کړو د مرکزي کمېټې مشر پوهنيار خالد شينواري له‌خوا پر مخ وړل کېږې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS