د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په سږ ۱۴۰۲ تحصيلي کال کې له ۵ پوهنځيو  ۸۲۵ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل

Abdullah Saeed
Tue, Dec 05 2023 9:29 AM
SJAU

دا مسلکي کادرونه د لېسانس په کچه د شرعياتو، کمپيوټرساينس، اقتصاد، تعليم او تربيې او زراعت پوهنځيو په ۱۸ څانگو کې د اوسني عصر له غوښتنو سره سم په مسلکي او تخصصي ډول روزل شوي، چې د فراغت په بېلابېلو غونډو کې يې تصديقونه ترلاسه کړل.

د فراغت يادې غونډې چې د پوهنتون په تالار کې تنظيم شوې وې، د دې علمي بنسټ د مشرتابه پلاوي په حضور کې او د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغانو او هغوی د کورنیو غړو په گډون؛ له لاندې ټاکل شوي مهالوېش سره سمې پای ته ورسېدې.

لومړۍ: پر ۶ مه ـــ جمادی الاول ـــ ۱۴۴۵ هـ . ق

پر ياده نېټه د شرعياتو پوهنځي فراغت غونډه وشوه او په ترڅ کې يې ۱۴۴ تنو فارغانو ته تصديق پاڼې ورکړل شوې، چې ۶۷ تنه په اسلامي تعليماتو څانگه او ۷۷ تنه د فقهې او قانون په څانگه کې روزل شوي وو.

دويمه: پر ۷ مه ـــ جمادی الاول ـــ ۱۴۴۵ هـ . ق

پر دې نېټه د کمپيوټرساينس پوهنځي فراغت غونډه رابلل شوې وه او په ترڅ کې يې ۱۰۲ تنو فارغانو ته تصديق ليکونه ورکړل شول، چې ۵۵ تنو په معلوماتي ټکنالوژۍ څانگه او ۴۷ تنو د سافټویر انجنيرينگ په څانگه کې مسکلي زده کړې سرته رسولې وې.

درېيمه: پر ۸ مه ـــ جمادی الاول ـــ ۱۴۴۵ هـ . ق

پر دغه نېټه د اقتصاد پوهنځي فراغت غونډه ترتيب شوې وه او په ترڅ کې يې ۱۱۵ تنو فارغانو تصديقونه تر لاسه کړل، چې ۶۰ تنو په ملي اقتصاد څانگه او ۵۵ تنو د اداره او تشبثاتو مديريت په څانگه کې روزنه ورکړل شوې وه.

څلورمه: پر ۹ مه ـــ جمادی الاول ـــ ۱۴۴۵ هـ . ق

پر ذکر شوې نېټه د تعليم او تربيې پوهنځي فراغت غونډه پلان شوې وه او په ترڅ کې يې ۳۴۸ تنو فارغانو ته تصديقونه ورکړل شول، چې ۵۱ تنو په عربي، ۴۱ تنو په پښتو، ۴۲ تنو په انگليسي، ۴۵ تنو په تاريخ او جغرافيه، ۴۶ تنو په رياضي او فزيک، ۳۴ تنو په کيميا، ۴۷ تنو په بيولوژي او ۴۲ تنو يې د ارواپوهنې په څانگه کې د لېسانس زده کړې پای ته ورسولې.

پنځمه: پر ۱۴ مه ـــ جمادی الاول ـــ ۱۴۴۵ هـ . ق

پر دغې نېټه له ټاکل مهالوېش سره سم د زراعت پوهنځي فراغت غونډه وشوه او په ترڅ کې يې ۱۱۶ تنو فارغانو تصديق پاڼې تر لاسه کړې، چې ۳۰ تنو يې په اگرانومي، ۳۲ تنو په کرنيز اقتصاد او توسعه، ۲۹ تنو په ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو او ۲۵ تنو په حيواني علومو څانگه کې د لېسانس دوره بشپړه کړه.

له پنځه گونو پوهنځيو فارغ ياد مسلکي کادرونه پر اسلامي روحيه او له افغاني ارزښتونو سره سم د دې جوگه روزل شوي، چې د هېواد په ترقۍ او پرمختيا کې به مهم رول ادا کړي.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري په خپل وار فارغانو، د هغوی کورنيو او په ټوله کې د افغانستان غيور او مجاهد ولس ته مبارکي وايي او د نظام مشرانو ته ډاډ ورکوي، چې ياد کادرونه په اسلامي او افغاني روحيه روزل شوي او د هېواد په ځان بساينه او اقتصادي وده کې رغنده رول لوبولی شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS