پوهنتون د ليليې لپاره 88KVA جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Abdullah Saeed
Sat, Sep 16 2023 4:26 PM
SJAU

په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه د نږدې دوه میلیونو افغانیو په لګښت؛ KVA88 جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پرانيستې په یادو مراسمو کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب وويل چې د لوړو زده کړو وزارت له خپلې بوديجې څخه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې محصلينو د برېښنا ستونزې د حل په موخه د دې جنراتور د پېرلو قرارداد وکړ چې نن یې له نېکه‌مرغه د ګټې اخيستنې شاهدان يو.

نوموړي زياته چې ياد قرارداد نږدې د دوه میلیونو افغانیو په قيمت له يو خصوصي شرکت سره شوی ؤ چې په کې؛KVA88 جنراتور، د جنراتور لپاره ځانګړې خونه او د ليليې ودانيو ته د برېښنايي مزو غځول شامل وو.

د يادونې وړ ده چې د پوهنتون مرستيالانو، پوهنځيو رييسانو، اداري کارکوونکو او محصلينو په حضور کې، ياد جنراتور د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS