پوهنتون کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمر اصلاحي بیان وکړ

Abdullah Saeed
Wed, Sep 13 2023 3:57 PM
SJAU

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته؛ پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر له لوري اصلاحي بیان وشو.

د مجلس په پيل کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق د نظام پر بنسټونو خبرې وکړې او ټول منسوبين يې د دعوت او ارشاد په مجلسونو کې فعال ګډون ته راوبلل.

وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د(اخلاص) پر موضوع اداري او خدماتي کارکوونکو ته تفصيلي اصلاحي بیان وکړ او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د ژوندانه په ټولو چارو کې له اخلاصه کار واخلي.

ياد مجلس چې د پوهنتون په مسلکي پراختيا مرکز کې وشو د دفتر آمر مولوي بشير احمد له لوري په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS