محصلينو ته د شرعي او تربیوي سېمينارونو دوره پيل شوه

Abdullah Saeed
Wed, Aug 23 2023 10:03 AM
SJAU

په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصلينو ته د شرعي او تربیوي دورې تر سرليک لاندې د اصلاحي سېمينارونو لرۍ پيل شوه.

د ياد بهير په پرانيسته کې د پوهنتون محصلانو چارو مرستيال، استادانو او محصلينو ګډون کړی ؤ.

د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د يادو سېمينارونو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او له محصلينو يې وغوښتل چې په پوره لېوالتیا په کې ګډون وکړي.

د يادو اصلاحي سېمينارونو لومړنۍ موضوع(د رسول الله ﷺ سیرت) د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل نور الحق حليمي له لوري وړاندې شوه.

د يادونې وړه ده چې په دې لړ کې به د فکري روزنې په موخه له مهال وېش سره سم محصلينو ته شرعي، تربیوي او اصلاحي سېمينارونو داير شي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS