د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې نږدې(۴۰) تنو محصلینو ته د فراغت سندونو ورکړل شول

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 12:22 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ له روزنیز کورس څخه نږدې(۴۰) تنو فارغ شویو محصلینو ته، سندونو د وېش مراسم تر سره شول.

پيل کې د پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب یاد کورس د محصلينو لپاره ډېر مهم او ګټور وباله او هغوی یې لا تشویق کړل چې په نورو روزنیزو کورسونو کې فعال ګډون وکړي.

پوهنتون ريیس د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدير د فعالیتونو د ستاینې تر څنګ، نوموړي ته د نويو پروګرامونو د پيل سپارښتنه وکړه.

د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدير او د نوموړي روزنیز پروګرام استاد رفيع الله عابد؛ د ياد پروګرام په جوړښت کې د پوهنتون مشرتابه له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ د يادې روزنيزې لړۍ د دوام ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې دا روزنيز پروګرام هغو محصلینو ته پلان شوی ؤ چې له کمپيوټر او انټرنېټ سره يې پوره اشنايي نه لرله، نو په دې روزنیز کورس سره يې وکړای شول چې په يادو برخو کې ابتدايي زده کړې تر لاسه کړي.

پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، مراسم په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS