د تدارکاتو خبرتیا

sjau_admin
sjau

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره: MOHE/NCB 003/1400/SJAU/ KUNAR

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو  هغوپه شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې  د 1400 تحصیلي کال لپاره د نهه قلمه تازه موسمي ترکارۍ، شپږ قلمه  تازه  موسمي مېوې، یو قلم اوبلن ګاز، یو  قلم اعلی د غويي غوښې او یو قلم اعلی وچې ډوډۍ قرارداد په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د ادارې اړوند شرطپاڼه دې په فلش او یا هم سي ډي کې په وړیا ډول تر لاسه کړي، داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې مندرجاتو، تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې په سربسته ډول اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر11 /3/1400 نېټې د(سه شنبې) په ورځ  د سهار (11:00 am) بجو پورې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تهیې او تدارکاتو مدیریت ته چې د کونړ - جلال اباد لویې لارې تر څنګ سالار باغ کې موقیعت لري وسپاري، وروسته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د ګرانټي بانک په توګه چې (572444) پنځه سوه  دوه اویا  زره څلور سوه څلور څلوېښت  افغانۍ کېږي، اخېستل کېږي.

د آفر خلاصونې غونډه په 1400/3/11 نېټه د (سه شنبې) په ورځ  له غرمې  مخکې په  پوره یوولس  (11:00am) بجو د کونړ ولایت مقام د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

Mon, Oct 05 2026 10:20 AM
Background image

د یو باب کانتین په کرایه ورکولو خبرتيا!

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو  هغو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي د خپل اړوند یو باب کانتین، چې د کونړ – جلال اباد لویې لارې تر څنګ د سالارباغ په ساحه کې په(45) متره . . .

Tue, Sep 22 2026 3:25 PM
Background image

د پوهنتون د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د داوطلبۍ شمېره: (MOHE/NCB 006/1405/SJAU/ KUNAR)

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټولو هغو پر شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي،چې د 1405 مالي کال د فرنیچر باب او مفروشاتو قرارداد  . . .

Thu, Sep 03 2026 2:00 PM
Background image

قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

سید جمال الدین افغاني پوهنتون په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال اړوند په مختلفو برخو کې د ساختماني ترميماتو قرارداد مبلغ(9940540) نهه ميليونه نهه سوه څلوېښت زره پنځه سوه څلوېښت افغانيو . . .

Back to tenders