د زراعت پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د ۱۰۰ کرنيز کاروبارونه په کتاب کې ازموينه واخيستل شوه
په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرنيزو کاروبارونو د غوره او عملي طرحو جوړولو او د محصلينو د سوداگريزو وړتياوو د پياوړتيا په موخه د کرنې پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د (۱۰۰ کرنيز کاروبارونه) کتاب په محتوا کې ازموينه واخيستل شوه.
د مسؤلينو په وينا چې د دې ازموينې اساسي موخه د زراعت پوهنځيو د محصلينو ترمنځ د مطالعې، نوښت، تشبث، کاروباري فکر او عملي کرنيزو فعاليتونو د پيل لپآره د انگېزې رامنځته کول دي.
د يادونې وړ ده چې د دې ازموينې د پايلو تر ارزونې وروسته به غوره او ممتاز محصلين د کاروباري طرحو تر جوړولو وروسته په کابل پوهنتون کې د افغانستان د زراعت پوهنځيو د محصلينو ترمنځ د کرنيزو کاروبارونو عمومي مسابقه کې برخه واخلي.
