د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانگې محصلينو له لوري د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانگې۲۱ تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د ياد پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو برخه لرله. د مسؤلينو تر ويناوو وروسته څېړونکو محصلينو د خپلو څېړنو پايلې د پروگرام برخهوالو ته د پوسټرونو په بڼه وړاندې کړې او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
