د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sat, Apr 04 2026 1:49 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د محصلينو د ليليې خوړنځي اړوند ستونزو حل، د محصل ژمن‌ليک بشپړ پلي کېدل او په دې هکله د پوهاي سېمينار دايرول، محصلينو د سيرت او صورت اصلاح په خاطر د اسلامي ثقافت له استادانو سره د ځانگړې ناستې رابلل، د روان پسرلني سمستر د شل سلنه ازموينو پيل او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول. د پوهنتون عمومي رئيس د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه اړوندو مسؤلينو ته مشخصې دندې وسپارل شوې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS