د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د اقتصاد پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

Abdullah Saeed
Sun, Jan 18 2026 3:30 PM
SJAU

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه د پوهنځيو رئيسانو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه او راتلونکي پلانونه د يوې غونډې په ترڅ کې له اړوندو برخو سره شريک کړي. د يادو لارښوونو په رڼا کې نن ورځ د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنيار حامد احمد مراد د خپلو ترسره کړو علمي او اداري فعاليتونو تفصيلي راپور او د راتلونکو عادي او انکشافي پلانونو په اړه خپل چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختگونو خوښي وښوده او د پوهنځي رئيس ته يې د راتلونکو پلانونو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همدارز يې هغوی ته يې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده چې د يادو لارښوونو پر بنسټ به د هر پوهنځي رئيس په خپل وار د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو دې ته ورته تشرېحي غونډې دايرې کړي، چې د پوهنځیو تېر فعالیتونه به په کې وړاندې او راتلونکي پلانونه به يې وڅېړل شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS