په پوهنتون کې د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
Tue, Jan 06 2026 2:22 PM
SJAU

ياد دوه ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت، د تضمين کيفيت آمریت له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی دی، د پوهنتون رهبري، د پوهنځيو رئيسان، د پوهنتون اداري او کادري آمرين په کې برخه لري.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د تضمين کيفيت پروسې د اهميت او ارزښت په اړه يې هراړخيزې خبرې وکړې. نوموړي د ورکشاپ له گډونوالو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي. هغه وويل، دا چې هر بنسټ د تکامل مرحلې ته په تدريجي ډول رسېدلی شي نو د دې نويو معيارونو په پلي کېدو سره کولی شو د پوهنتون اداره د بشپړ علمي اعتبار مرحلې ته ورسوو او د دې لپاره بايد هر مسؤل په خپله برخه کې په پوره اخلاص سره کوشش وکړي او ورسپارل شوی مسؤليت په ښه شان سره اداء کړي.

د يادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د تضمین کیفیت آمر پوهنيار انتظار صديقي له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د دوه ورځو په ترڅ کې به د ورکشاپ برخه‌والو ته د تضمين کيفيت نوي چوکاټ مطابق د پوهنتون علمي، اداري، تخنيکي او نورو برخو اړوند د هر معيار موخې، د ارزونې مېتودونه او د پلي کېدو لارې چارې په تفصيل سره تشرېح او روښانه کړي.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS