په پوهنتون کې د پايلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو د تدرسي تگلارو روزنيز ورکشاپ پيل شو

Abdullah Saeed
Mon, Dec 15 2025 2:49 PM
SJAU

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام پلان شوی دی، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا(۳۰) تنه استادان په کې برخه لري.

د ورکشاپ پرانيستې پر مهال د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل د پایلو پر بنسټ او محصل محوره زده کړو پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او له برخه‌‌‌‌والو استادانو يې وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي. د یادونې وړ ده، چې د دې ورکشاپ روزنيزې چارې د پکتيکا پوهنتون استاد متخصص روزونکي پوهنمل حزب الله رحماني له لوري پر مخ وړل کېږي.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS