کونړ ولایت کې د دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو د کلنۍ ازموینې درېیمه ورځ په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
Mon, Jan 13 2025 2:04 PM
SJAU

ياده ازموينه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د شپږو ورځو په ترڅ کې اخيستل کېږي، د دې پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار، د ولايت مقام استازي مولوي ميرولي حقاني، لوړو زده کړو وزارت له دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست څخه د راغلي پلاوي او نگران علماء کرامو تر مستقيمې څارنې لاندې پر ټاکلي وخت پيل او په بريالۍ توگه يې درېيمه ورځ پای ته ورسېده.

د ازموينې په پيل کې د پوهنتون رييس فاضلانو ته د نظم او اصولو مراعتولو سپارښتنه او په ازموينه کې د بري دُعا وکړه.

دغه ازموینه چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کونړ په گډون په ۳۱ ولايتونو کې هم مهال پيل شوې، د دې ولایت له امارتي او خصوصي دیني مدارسو څخه د عالمیې او عالیې مرحلو نږدې پېنځه سوه تنه فارغ شوي فاضلان په کې برخه لري، چې تر راتلونکې پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS