کونړ ولايت کې عمومي کانکور ازموينې د بايومتريک معلوماتو د ثبت بهير پيل شو

Abdullah Saeed
Thu, May 14 2026 11:54 AM
SJAU

په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموينې د گډونوالو د بايومتريک معلوماتو د ثبت بهير پيل شو او په چټکۍ سره روان دی.

د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د بايومتريک معلوماتو د ثبت له پيل شوي بهير څخه د ليدنې پرمهال د مسلکي او تخنيکي ډلې د نظم او کارونو له دقت او سرعت څخه خوښي وښوده او د لا ښه‌والي په موخه يې اړوندو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. د ازموينو عمومي ادارې د مسؤلينو په وينا د بايومتريک معلوماتو د ثبت بهير به د نن ورځې په گډون تر سبا ورځې دوام ولري او په ترڅ کې به يې د کانکور ازموينې څه باندې درې نيم زره گډونوال بايومتريک شي.

د يادونې وړ ده چې د ازموينو عمومي ادارې له پلان سره سم به د کونړ ولايت د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموينه د پنج‌شنبې، جمعې او شنبې په ورځو چې د ثور مياشتې له(۲۴ – ۲۵ – ۲۶مې) نېټې سره سمون لري، د کونړ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې واخیستل شي.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS