کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو د ۱۴۴۶ هـ . ق کال کلنۍ ازموینې لپاره د بایومټریک پروسه پیل شوه

Abdullah Saeed
Wed, Jan 08 2025 11:33 AM
SJAU

ياده پروسه چې کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې نن سهار پيل شوه، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن يې له چارو ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د مسلکي او تخنيکي ډلې د نظم او کارونو له دقت او سرعت څخه خوښي وښوده کړه او د چارو د لاښه والي په موخه يې هغوی ته اړينې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د يادونې ده چې دا ازموينه به د راتلونکې شنبې په ورځ چې د روانې رجب المرجب مياشتې له(۱۰) مې نېټې سره برابره ده د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست له لوري د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له(430) تنو فاضلانو څخه چې(250) تنه یې د عالمیې او(180) تنه يې د عاليې مرحلو فارغ فاضلان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه واخېستل شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS