کرنې پوهنځي د ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Sep 20 2023 11:20 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه  جوړه شوه.

ياده غونډه چې د کرنې پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه په کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد، د کرنې پوهنځي استادانو او محصلينو برخه لرله.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی يې د تحصيلي ډګر اتلان وبلل.

د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي په خپله وينا کې د ياد پوهنځي له ټولو استادانو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه کې يې پوره زيار ګاللی دی.

غونډه ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS