ښوونې او روزنې پوهنځي د ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه وشوه

Abdullah Saeed
Sun, Sep 10 2023 5:34 PM
SJAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه جوړه شوه.

ياده غونډه چې د پوهنتون په تالار کې وشوه،  په کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف، د پوهنتون استادانو او محصلينو ګډون کړی ؤ.

د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې، نوموړي د پوهنتون ټولو محصلينو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو زده کړو کې لا نور زيار وګالي، څو د خپلې رشتې او مسلک پر بنسټ د هېواد او ټولنې ستونزې حل او اړتياوې پوره کړي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف په خپله وينا کې د ياد پوهنځي له ټولو استادانو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه کې يې پوره زيار ګاللی دی.

په پای کې غونډه ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په لنډې وينا او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS