پوهنتون کې د څېړنې په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
Mon, Jan 27 2025 4:39 PM
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د څېړنې په برخه کې پر دوه بېلابېلو موضوعاتو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت او د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په همغږۍ د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې استادانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د ورکشاپ گډونوال دې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي.

ياده دې وي چې د دې دوه ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري(په ټولنيزو علومو کې د علمي  او څېړنيزې مقالې منځپانگيزه شننه) او د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت له خوا(په څېړنه کې د سافټوير په مرسته ماخذ ښودنه) تر سرليکونو لاندې پر يادو موضوعاتو پرېزنټېشنونه وړاندې شي او همداراز د گډونوالو پوښتنو او ازاد بحث ته کافي وخت ځانگړی شوی دی.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS